نړۍ

دعربو ګډ پوځي ځواک جوړيږي

انقره بي بي سي باختر دوري  دمياشتې ١٠ :
دعربو داتحاديې دغړو هېوادونو مشرانو  دمصر  په شرم الشيخ کې  دغونډې په ترڅ کې دعربو دګډ پوځي ځواک په  جوړولو موافقه کړې ده .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ :  ددغو هېوادونو مشرانو ديمن دبدلونونو  اوپه سوريه او عراق کې  ددښمنو ځواکونو دګواښ په باب دخبرو لپاره  په دې غونډه کې ګډون کړي وو.
دتحليلګرانو دڅرګندونوله مخې،  ددغه پوځي ځواک د دندو دصلاحيت او ترکيب  تدوين به  مياشتې مياشتې دوام وکړي.
دعربو داتحاديې سرمنشي نبيل عربي چې پرون يې په دې غونډه کې خبرې کولې  څرګنده کړه  چې په يمن کې دحوثيانو پرخلاف دسعودي عربستان په مشرۍ  دايتلاف بريدونه به تر هغه  وخته پورې دوام وکړي چې دغه ډله  خپلې وسلې  ونه سپاري  اوله هغو سيمو څخه  چې نيولې يې دي ، په شاتګ ونه کړي.
دعربو داتحاديې دغړو هېوادونو دمشرانو دوه ورځنۍ غونډه  دشنبې په ورځ  دمصر په شرم الشيخ کې پيل شوې وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته