امنیت

د نميروز د پوليسو يو افسر شهيد شو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د پوليسو يو افسر پرون په نيمروز ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره شهيدکړى شو.
دغه کسان چې په موټر سايکل سپاره وو؛ د پوليسو دغه افسر د هغه کورته څېرمه په ډزو سره شهيد کړ .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مديرمحمد ابراهيم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوکسانو ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ يو ساتمنى په زرنج ښار پورې اړوند د ګاوداري په سيمه کې په ډزو سره شهيد کړ.
ابراهيم زياته کړه: د دغې پيښې د عاملينو د موندلو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي خو تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته