طرابلس ډي ډان باختر دتلې دمياشتې ١٨
دليبيا صدراعطم علي زيدان چې نن سهار ديوې ډلې پخوانيو ياغيانو له خوا تښتول شوى و څو ساعته وروسته خوشې شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دليبيا انقلابيانو په نامه يوې ياغي ډلې پخوا ويلي و چې ددغه هيواد صدراعظم علي زيدان دالقاعده دجګپوړي غړي ابوانس په نيولو کې د ده دحکومت د رول په دليل تښتول شوى دى .
ابوانس دشنبې په ورځ دامريکايي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ