ټولنه

دسويدن کميټې دمرستې رسولو دمرکز دنوې ودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل – باخترد تلې دمياشتې ٧
په ميدان وردګو ولايت کې دسويډن دکميټې دمرستې رسولو دمرکز دنوې ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله شوه .
دغه ودانۍ ديو ميليون ډالرو په لګښت له معيار سره سم په پرمختللي ډول جوړيږي.
دغه ودانۍ په ميدان ښارکې دپنځه جريبه ځمکې په ساحه په دريو پوړونو کې جوړيږي.
دميدان وردګو والي زندي ګل زماني ددغو تاسيساتو دبنسټ ډبرې د ايښودلو په مراسمو کې په دغه ولايت کې دسويډن کميټې د پروګرام له امله مننه وکړه .
په افغانستان کې دسويډن کميټې مسوول وايي چې دغه تاسيسات به له پنځلسو کلونو وروسته دافغانستان دولت ته ورکړ شي.
او که له پنځلسو کلونو وروسته دوى خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
په هره مياشت کې به حکومت ته کرايه ورکړي.
درارسيدلو خبرونو له مخې :دسويډن کميټې په لسګونو پروژې د وروستيو کلونو په بهير کې په ميدان وردګو ولايت کې تطبيقې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته