کابل باختر د لړم نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د میک یا فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې استازو سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د میک استازو د کلیو پراختیا او کرنې وزارتونو د پروژې کارډیف، د کانونو وزارت اړوندو برخو او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د ملکي برخې د څېړنو او نورو راتلونکو پلانونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د میک استازو اداري فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په موخه د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او وې ویل: حکومت اصلاحاتو ته د ژمنتیا په اساس په دې اړه شوي وړاندیزونه په جدیت تعقیبوي.
جمهور رئیس غني فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې کمېټې د کارونو د قدردانۍ ترڅنګ د پوهنې وزارت په اړه د میک څېړنیز راپور مهم وباله او زیاته یې کړه، حکومت له فساد سره د عملي مبارزې په موخه د پوهنې وزارت په اړه د میک د راپور په ګډون ټول راپورونه تعقیبوي او د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره عملي پلان او اقدامات ترسره کوي.
د هېواد جمهور رئیس د میک استازي وهڅول چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي او وې ویل: په دې اړه مې ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې له تاسو سره هر اړخیزه همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، حکومت ستاسو د راتلونکو کارونو او څېړنیزو راپورونو هرکلی کوي. #پ
0 1 دقیقه لوستل