امنیت

د کندهار په امنیې قوماندانۍ د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه!

کابلباخترد چنګاښ ٢٨ مه
په ډېر تأسف سره پرون ماسپښین تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، د کندهار په امنیې قوماندانۍ د تروریستي برید په ترسره کولو سره، زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان کړل.
جمهور ريیس غني ددې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر بنسټ، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو یو وار بیا د دې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې د دوام، تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لري.
جمهور رپیس محمد اشرف غني، د شهیدانو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ مراتب او ژوره غمشریکي څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه؛ څو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته