ښوونه او روزنه

دلوړوزده کړو وزارت خبرتيا .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دلوړوزده کړو وزارت خبرتيا .
  هغو محصلانو ته چې نومونه يې دلوړو زده کړو وزارت دويب سايت له لارې دروان کال لپاره دګروپي تحصيلي بورس  دکانديد په توګه خپاره شوي دي او په ١٩٢١کسيز لست کې شته او په  ١٣٩١ کال دکب دمياشتې تر ديرشمې نيټې پورې يې مراجعه کړې ده او دکانکور د لوړو نمرو ته په پاملرنې سره٤٨٤تنه کانديدان دهندوستان دبورسونو په شرايطو برابر پيژندل شوي دي ،خبر ورکول کيږي چې ډير ژر دې دروان کال دوري دمياشتې تر يو ديرشمې نيټې پورې خپل سندونه بشپړ کړي او دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دبورسونو لوى مديريت ته وسپاري ، تر ټاکلې نيټې پورې  دنه  مراجعي او دسندونو دنه بشپړولو په صورت کې  نومونه يې  له لست څخه حذفيږي  اوپرځاى يې له ١٩٢١ کسيز لست څخه نور کانديدان انتخابيږي اويا به هم ددغه وزارت دکانکور دازموينو له رياست څخه  په شرايطو دبرابرو کانديدانونوى لست وغوښتل شي  چې هغه وخت به راتلونکي  مسووليت د لوړو زده کړو وزارت ته  متوجه نه وي او راتلونکي  شکايت به داوريدو وړ نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته