نړۍ

په ترکيه کې ديوې بيړۍ دډوبيدوله امله د ٢٢ تنو وژل کيدل

 انقره بي بي سي   باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دترکيې داستانبول ښار په شمالي سواحلو کې  دمهاجرينو دسپرلۍ  بيړۍ دډوبيدوله امله څه ناڅه  ٢٢ تنه وو ژل شول  او يوشمير نور بيدرکه شول.
دغه پيښه په تور سمندرګي کې رامنځته شوه.
باخترآژانس دبهرنيو  خبرځايونوله خولې خبر راکړ : ددغې  بيړۍ زياتره سپرلۍ افغانان وو اوپه  ځينو خبرونو کې ويل شوي دي چې په هغو کې سوري اوترکمن مهاجرين هم شامل وو .
ددغې بيړۍ چلوونکى دترکيې تبعه و.
دترکيې دترانسپورت وزير وويل چې دنهو تنو قربانيانو ترلاسه شوي پاسپورټونه ښيي چې  دوى افغانان وو   خو ويلي يې دي  چې دنورو ډوبو شويو کسانو مليت تراوسه پورې نه دى مشخص شوى .
ددغې بيړۍ دډوبيدو علت چې څلويښت  تنه پکې سپاره وو ، مشخص نه دى.
که څه هم دسپرليو دشميرزياتوالى  ، دهوا دحالاتو خرابوالى ، دبيړۍ نامناسب  حالت او آن له بلې بيړۍ سره ددغې بيړۍ ټکر ددغې پيښې درامنځته کيدو داحتمالا تو له جملې څخه بلل  کيږي .
ددغې بيړۍ په سپرليو کې يوشمير ښځې اودوولس تنه ماشومان هم شامل وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته