امنیت

په سرپل ولايت کې دکوکنارو کرکيله دوه برابره زياته شوې ده .

کابل باختر د سلواغۍ دولسمه :
دسرپل ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې درياست مسوولين دانديښنې په څرګندولو سره وايي چې په دغه ولايت کې دوروستيو ناامنيو په علت  دتيرکال په پرتله  دکوکنارو کرکيله دوه برابره  زياته شوې ده .
په همدې حال کې دسرپل ولايت  دکرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين وايي چې کروندګرو ته دبديلې  کرکيلې په خاطر هڅه او هاند کوي .
دسرپل ولايت دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې رييس  ډاکتر حميد الله حميد دانديښنې په څرګندولو سره وويل چې په سرپل ولايت کې دناامنيو اووزګارتيا دزياتوالي په علت  بزګرانو دکوکنارو  کرکيلې ته مخه کړې ده چې ددغه بوټې  کرکيله دتيرکال  په پرتله  دوه برابره  زياتوالى ښيي .
دده دڅرګندونوله مخې په  اوس وخت کې دهغو رپوټونو له مخې  چې ترلاسه شوي دي دصياد ، کوهستاناتو او دبلخاب په ولسواليو او آن  ددغه ولايت په مرکز لس کيلومترى واټن کې کوکنار کرل شوي دي او کروندګرو دطالبانو په هڅونه دکوکنارو کرکيلې ته مخه کړې ده او دترلاسه شويو راپورونوله مخې دڅه دپاسه ٢٠٠٠ هکتاره ځمکې په ساحه کې کوکنار کرل شوي دي او دغه ارقام مخ په زياتيدو دي .
حميد زياته کړه  که چيرې  ددولت له خوا دکوکنارو دکرکيلې دبندولو په خاطر جدي پاملرنه ونه شي دغه رياست په يوازيتوب  سره نه شي کولاى چې په دې لاره کې کوم کارترسره کړي .
خو دسرپل والي  محمد ظاهر وحدت ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس دغه ادعا تاييد نه کړه او ويې ويل هغه ارقام چې ددغې ادارې له خوا وړاندې شوې دي بې بنسټه  دي خو ده زياته کړه چې  دناامنيو له امله ښايي دکوکنارو دکرکيلې  کچه لوړه شوي وي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې  دوى به دامکان تر پولې پورې په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دتوليدونکو بوټو دکرکيلې  دبندولو په خاطر هڅه او هاند وکړي
  دسرپل ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس انجنير محمد جعفر اميرزي وويل چې دکوکنارو دکرکيلې د مخنيوي په خاطر  دوى داسې چلندونه غوره کړي دي چې يوډول يې په بزګرانو دکرنې داصلاح شويو تخمونو  ويش  دى  چې ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو  په کروندګروکابو ١٢٠  ټنه اصلاح شوي غنم  ويشل شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه راز دکروندګرو ترمنځ د زعفرانو او سويابين  دکرکيلې درواجولو لپاره هم په دغه ولايت کې دکوکنارو دکرکيلې  دله منځه وړلو په خاطر ددغه رياست له هلوځلو څخه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته