ورزش

دسنوکر افغان ورزشکار دنړۍ دسنوکر په غوره سياليو کې ګډون کوي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١١ :

دهيواد دسنوکر ورزشکار صالح محمد محمدي دنړۍ دسنوکر دغوره نړيوالو سياليو په دويم پړاو کې دگډون  په مقصد تايلند ته روان شو.

دسنوکر دفدراسيون رييس محمد عزيز عظيمي دباخترا ژانس خبريال ته وويل دغه سيالۍ دنړۍ دڅلرويشتو هيوادونو دسنوکردغوره ورزشکارانو ترمنځ سرله سبا پيليږي  چې شپږورځي به دوام وکړي.

ده زياته کړه چې په دغو سياليو کې څلور تنه دنړۍ  اتلان اونور داسيا اتلان  ګډون لري  او دافغانستان دسنوکر ورزشکار صالح محمدمحمدي  چې په اسيايي سياليو کې يي ښي نتيجي ترلاسه کړي دي په همدي مقصد يي په دغو سياليو کې ګډون کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته