ټولنه

په ميدان ورد ګو کې دپارلماني او د ولايتي شورا ګانو دانتخاباتولپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د بهير پيل

ميدان ښار باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
د ميدان وردګو په ولايت کې  د پارلماني  او د ولايتي شورا ګانو د انتخاباتو لپاره د رايې ورکوونکو  د نوم ليکنې بهير  نن پيل شو.
دغه بهير  د روان کال  د وري د مياشتې له  ٢٥ نيټې څخه   د غبرګولي د مياشتې  تر ٢٢ نيټې پورې  دوام مومي.
په ميدان وردګو کې به د نورو ولايتونو په شان  له  جوماتونو ، ښوونځيو  او له فرهنګي  او ټولنيزو مرکزونو څخه  د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې  دمرکزونو په توګه کار واخېستل شي .
د ميدان وردګو ولايت د انتخابات ريېس نعمت الله  حبيب باخترآژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره  تيارى  نيول شوى دى .
د ميدان وردګو والي محمدعارف  شاه جهان وايي ؛  هڅه به وکړي  چې پارلماني  او د ولايتي شوراګانو انتخابات په شفاف ډول سره ترسره شي .پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته