امنیت

په هلمند کې په نويو نښتو کې د شپږ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د کب دويمه نيټه  :؛
شپږ  تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول .
  دغه جګړې تيره شپه لښکرګاه ښار ته  څيرمه  هغه وخت ونښتې چې  پوځيانو د وسله والو طالبانو په يوه پټنځي  بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې، په دې جګړو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول . .
ديوبل خبرله مخې،  په هلمند ولايت کې پوځيان دوسله والو طالبانو  دوسلو اومهماتو  ددوو ډيپوکانو په کشفولو بريالي شول .
دغه ډيپوګانې د لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو له پټنځي  څخه کشفې  شوې دي.
دهلمند ولايت يوامنيتي مقام  وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .   ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته