کابل باختر د تلې لومړي :
دوسله والوطالبانو دډلې يومشهور غړى نن دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونوسره يوځاى شو .
په غزني کې دملي اردو وياند حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې يو مطرح ا ومهم غړى په والي مشهور خان چې ددغه ولايت دناوې ولسوالۍ دخواجه خيلو دکلي اوسيدونکى دى ، دملي اردو له ځواکونوسره يوځاى شو .
ده زياته کړه چې دغه سړى دغزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې دحقاني په تروريستي شبکې پورې اړوند دملا رحيم له ډلې څخه و ، چې له خپلې وسلې او له فولدر موټر سره په مقر ولسوالۍ کې دملي اردو ددويم کنډک له قوماندانۍ سره يوځاى شو .
ختم_ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ