کابل باختر د وږي څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا دعراق دصدراعظم ډاکتر حيدر العبادي په نامه دعراق جمهوريت د صدراعظم په توګه دده دانتخاب په مناسبت دمبارکي پيغام ليږل شوى دى
په پيغام کې ويل شوي دي .
اجازه راکړى چې دافغانستان دخلکو په استازيتوب دعراق جمهوريت دصدراعظم په توګه دتاسو دانتخاب په مناسبت دډيرو ښو او صميمانه مبارکيو مراتب څرګند کړم .
دافغانستان خلک په ټولو برخوکې دعراق جمهوريت له دوستو او ورونو خلکو سره دپراخو اړيکو غوښتنه کوي . دتاسو دزياتو برياليتوبونو او دعراق جمهوريت ددوستو او ورونوخلکو دترقي اونيکمرغي هيله کوم .
0 د یوې دقیقې څخه لږ