کابل باختر دمرغومي لسمه : ؛
دپوليسو د ځانګړو ځواکونو د شپنيو عملياتو په بهيرکې چې د بغلان ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د طالبانو يو قوماندان ونيول شو .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل ددغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل: نيول شوي سړي مولوي کبير نوميږي او په دوشي ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي مسوول و چې له يو بل طالب سره له يوې اندازې جنګي وسايلو سره د دوشي ولسوالۍ دکيله ګي په سيمه کې ونيول شو.
2 د یوې دقیقې څخه لږ