سیاست

ضرار احمد عثماني دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل .

کابل باختر د تلي پنځمه :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې دنهه شپيتمې غونډې تر څنګ پرون دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف  سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني د افغانستان او دتور سمندرګي ترمنځ دترانزيتي تګلوري په تخنيکي  کميټه کې  دترکمنستان جمهوريت دهمکاري له امله  قدرداني وکړه او دافغانستان ، ترکمنستان ، اذربايجان ، ګرجستان او دترکيې  دبهرنيو چارو دوزيرانو په سويه يې دپنځه اړخيزې غونډې  دجوړولو غوښتنه وکړه 
دترکمنستان دبهرنيو چارووزير ددغې غونډې دجوړولو لپاره دهکمارۍ دژمنې په ترڅ کې وړانديز وکړ چې په لومړي ګام کې  ددغو پنځو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو دمعينانو په سويه دې يوه غونډه جوړه شي چې ددغه ترانزيتي تګلوري دپنځه اړخيز موافقه  ليک په مسودې باندې کار وکړي او وروسته دې ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو په مقصد دبهرنيو چارو دوزيرانو په سويه يوه بله پنځه اړخيزه غونډه جوړه شي .
دغه راز  عثماني دترکمنستان  او قزاقستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې له قزاقستان سره دافغانستان دپيوستون په باب دافغانستان ددولت علاقمندي دترکمنستان دبهرنيو چارو له وزيرسره طرحه کړه .
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير ددغې طرحې هرکلي  وکړ او خبر يې ورکړ چې داوسپنې ددغې  پټلۍ دغځولو کار مخ په پاى  ته رسيدو ده او ترکمنستان  موافقه لري چې هغه تر آقينه بندر پورې وغځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته