ښوونه او روزنه

دښوونځيو اويامليونه ټوکه درسي کتابونه چاپيږي

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دپوهنې  وزارت دهېواد دښوونځيو زده کوونکو ته اويامليونه ټوګه  درسي کتابونه چاپوي .
دپوهنې وزارت دمطبوعاتو آمر عبدالصبور غفراني دباختراژانس  خبريال ته وويل  دغه کتابونه داسلام دمقدس دين دارزښتونو او حکمونو ، دملي دودونو  درعايتولو اودغه راز دعلمي اومعياري والې په پام کې نيولو سره تاليف اوچاپ  ته چمتو شوي دي.
ده وويل :  داويا مليونو درسي کتابونو له جملې څخه درې څلويښت اعشاريه  نهه مليونه يې له لومړۍ ټولګي څخه ترشپږم ټولګي پورې دلومړني دورې  اوڅلور اعشاريه  دوه مليونه ټوکه يې له اووم ټولګي څخه ترنهم ټولګي پوري په منځني دورې او اته مليونه يې له لسم ټولګي څخه تردولسم ټولګي پوري په ثانوي دوري پوري اړه لري او دغه راز نوريې داسلامي علومو کتابونه دي چې دښوونځيو په بيلابيلو تدريسي دورو پوري  دي.
غفراني زياته  کړه چې داويا مليونو ټوکو درسي کتابونو له جملې څخه درې څلويښت  مليونه ټوکه  يې چاپ ته  چمتو دي  او دنورو تدارکاتي کارونه ترلاس لاندې دي .
ده زياته کړه چې ددغو کتابونو دچاپ کار دتدارکاتو دقانون له مخې داوطلبي وروسته دهيواد يوې ښي مطبعي ته سپارل شوې .
اودپوهنې  وزارت دپروګرام له مخې دغه کتابونه د ١٣٩٢ نوي تعليمي کال په پيل کې  دټول هيواد دښونځيو دزده کوونکو په واک کې ورکړشي .
دپوهنې وزارت دمطبوعاتو امر زياته کړه چې ددغو کتابونولګښت دډنمارک ددانيدا دموسسې ، دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيا اداري او ديوشمير نورو مرسته کوونکو موسسو له خوا تمويليږي .
ده ټينګاروکړ چې دپوهنې وزارت دنويو کتابونو په چاپولو سره هلې ځلې کوي چې  دهېواد په ټولو ښوونځيو کې ددرسي کتابونو دکمښت ستونزه لري  کړي.
ديادونې وړ ده چې څه موده مخکې  دښوونځيو دڅه دپاسه پنځومليونو ټوکو درسي کتابونو دويشلو کار چې پخوا  چاپ شوي و دپوهنې دوزير  فاروق وردګ له خوا دمرکز اوولايتونو ښوونځيو ته بيل شول چې دويشلو بهيريې اوس هم دوام لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته