سیاست

په اروپايي هېوادونوکې د افغان مهاجرو په باب مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
په اروپايي هېوادونو په تېره بيا آلمان کې د افغان مهاجرينو په باب پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مشورتي غونډه جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت د سلاکار محمدحنيف اتمر، د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير سيدحسين عالمي بلخي، د بهرنيو چارو وزارت د مالي او اداري معين نصير احمد انديشه، د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ د معين مسعود احمد عزيزي او د ملي امنيت د سلاکار د مرستيال محمد سليمان کاکړ په ګډون جوړه شوه؛ له آلمان څخه د راستنو شويو افغان مهاجرينو او د هغوى د بيا ميشت کولو او هغوى ته د کار موندنې په باب خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې ټينګار وشو چې د دغو مهاجرينو راستنول بايد د افغانستان او آلمان ترمنځ د يو هر اړخيز تفاهم ليک له مخې ترسره شي او پريکړه وشوه چې د بهرنيو چارو، د مهاجرينو د راستنولو چارو، کورنيو چارو، ماليې، د ښارجوړولو، کار او ټولنيزو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتو د استازو په ګډون يوه تخنيکي کميټه د دغه تفاهم ليک مسوده برابره او د آلمان له لوري سره يې شريکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته