کابل باختر دليندي نولسمه :
دولس تنه ډار اچوونکي پرون دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول ،
باختراژانس دپامير د شلمې فرقې دقوماندانۍ داعلاميې له خولې خبر راکړ چې دغه ډار اچوونکي دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو په ګډو عمليات کې ووژل شول .
اعلاميه زياتوي چې په دغو عملياتو کې دامام صاحب ولسوالۍ د جوي بيګم ، قرغس ، ګنبد او دامام الدين دچهارراهي کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ديادونې وړ ده چې په هغو عملياتو کې چې دډار اچوونکو له شتون څخه دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ دناامنو ساحو دپاکولو په موخه درې ورځې مخکې پيل شوي و ، تراوسه پورې څه ناڅه پنځوس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او کابو شل تنه نور ټپيان شوي او ددښمن څوسنګرونه ويجاړ شوي دي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل