امنیت

په هرات کې ددوو وسله والو غلو نيول کيدل

کابل باخترد غويي دمياشتې ١:
دهرات ښار د دويمې امنيتې حوزې موظفينو له خوا دوه تنه وسله وال غله د منارونو له ساحې څخه  ونيول شول .
مجرمين چې دهرات ښاراوسيدونکي دي  له تعقيب او تيښتې وروسته دمنارونو په واټ کې ونيول شول  .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  مجرمين  دخراسان مارکيټ په واټ کې  ددويمې امنيتي حوزې دپوليسو دپلټنې له پوستې څخه له تيښتې وروسته   دپوليسو له خواتعقيب  او دمنارونو په واټ کې  له ډزو وروسته   دپښو په ناحيه کې ټپيان او ونيول شول .
له دغو کسانو څخه يوه پاکستاني بريتا تومانچه هم دپوليسو لاسته   ورغلې ده .
مجرمين دپوليسو تر مراقبت لاندې دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي  چې دهرات پوليسو اوولس تنه  دجينايي جرمونوپه بيلابيلو پيښو کې نيولي دي.
دغه کسان دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې ددغه ولا يت له بيلابيلو سيمو څخه نيول شوي دي.
نيول شويو کسان په غلا ، شوکمارۍ ، وژنې ، انسان تښتونې او دنشه يي توکو په پلورنې تورن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته