امنیت

په کونړکې د ډار اچوونکو پرخلاف د عملیاتو پیل

-کابل/ باختر/ د غبر ګولي ۳۰مه
د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرخلاف عملیات پيل شول.
په عملیاتوکې په سلګونو پوځیان د هېواد د هوایي قوتونو په ملاتړ ګډون کړی چې د غازي آباد والسوالۍ د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه کړي.
پوځیانو په غازي آباد ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو د جنګي وسایلو درې ډیپوګان کشف او ترلاسه او ۱۰ ماینونه یې شنډ کړل.
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس ته وویل چې ټاکل شوې ده په عملیاتوکې د غازي آباد ولسوالۍ د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شي.
ده وویل چې پوځیانو وکولای شول د عملیاتو په لومړۍ ورځ څو کلي د طالب او داعش جنګیالیو له شتون څخه پاک او د هغوی څو ډیپوګان کشف او ترلاسه کړي.
دغه راز په هغو عملیاتوکې چې د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې ترسره شول،  د وسله والو طالبانو یو قوماندان ټپي شو.
عملیات دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ غازي آباد ولسوالۍ په وروستیوکې د ډار اچوونکو فعالیتونو ډګر و.
پای /سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته