امنیت

عاجل خبر: په غزني ښارکې د بدامنۍ او وروستيوتروريستي بريدونو اصلي عامل ووژل شو

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
په غزني ښارکې د بد امنۍ او د وروستيو تروريستي بريدونو اصلي عامل له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
په غزني کې د وسله والو طالبانو د ډلې مهم قوماندان ملا ګل محمد نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو او ديرشو دقيقو په شاوخواکې دغزني ښار د سنجدک په سيمه کې پوځيانو له کمين سره مخامخ شو او ووژل شو.
دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد باخترآژانس ته وويل: په ملاګل محمدکله چې په غزني ښارکې ديو لړ تروريستي بريدونو د ترسره کولو نيت درلود، بريد وشو او ووژل شو .
جنرال زاهد، ملاګل محمدپه غزني کې دوسله والو طالبانو د ډلې د يو مهم قوماندان په توګه وباله او ويې ويل چې دى په غزني ښارکې د وروستيو نا امنيو اصلي عامل و .
د وسله والو طالبانو د ډلې په دغه قوماندان په غزني ښارکې د ماينونو او بمونو د ښخولو او د وسله والو بريدونو په ګډون دلسګونو وسله والو تروريستي بريدونو د پلان جوړولو تور لګول شوى دى .
دغه راز د غزني ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې قوماندان ملا ګل محمد د پوليسو د دريو تنو افسرانو دترور پلان جوړ کړى و چې په دې وروستيو وختوکې په غزني ښارکې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو .
دغه راز د دغه قوماندان افرادو د غزني دپوليسو په يوبل افسر نږدې شپږ مياشتې مخکې د ده دکور په وړاندې بريد وکړ چې په دې پيښه کې په خپله دغه پوځي ته زيان ونه رسيد، خو دوه زامن يې چې ورسره ملګري وو ، ووژل شول .
دغزني ولايت امنيه قوماندان د ملا ګل محمد وژل کيدل امنيتي ځواکونو ته يو برياليتوب وباله او ويې وويل چې د ده په لمنځه تللو سره به په دغه ولايت کې تروريستي بريدونه کم شي .
دغزني دمرکزي روغتون ډاکتران وايي چې ددغه وژل شوي قوماندان ټوټې ټوټې  شوى مړى دغه روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته