کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
امنيتي ځواکونو دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ديوه ځانمرګي بريد مخه ونيوله .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته خبر ورکړ ، دوه تنه تروريست طالبان کله يې چې غوښتل په چاوديدونکو توکو ککړ له دوو واسکټونو څخه په استفادې سره دميدان وردګو ولايت دسيد ابادولسوالۍ په مربوطاتو کې په ځانمرګو بريدونو لاس پورې کړي .دبريدونو دترسره کولو مخکې وپيژندل شول او ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دخاصې قطعې دځواکونو دوظيفوي فعاليتونوپه بهير کې دتروريستو طالبانو دډلې يو قوماندان له دوو کلاشينکوفونو او له يوې ايکم مخابرې سره ونيول شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ