امنیت

په ننګرهارکې د ۳۹۵ کیلو ګرامو نشه يي توکو ترلاسه کېدل

جلال اباد باختر دلیندۍ ۲۷ مه
د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ او د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې ۳۹۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي(چرس) ترلاسه شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي په زرنج او سراچه ډوله موټر کې ځای پرځای شوي وو چې تېره  شپه  د نشه يي توکو پر وړاندې  د مبارزې  د پولیسو له لورې د دوو بېلابیلو عملیاتو په ترڅ  کې  نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند دوهم څارن فرید خان دباختر اژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې، د ترلاسه شوي نشه يي توکي په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته