سیاست

قانونپوه سروردانش : ددولتي مډالونو ورکول په هيوادکې يوښه دود دى .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دجمهوري رياست مرستيال قانونپوه  سروردانش نن ديولړ مراسمو په ترڅ کې داړنونده  دفتر يوشمير ملکي او نظامي کارکوونکو ته دزمري دمياشتې داته ويشتمې نيټې دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو  دشپږ نوي يمې کاليزې په مناسبت  عالي دولتي مډالونه ورکړل .
  په دې غونډه کې لومړۍ دمډالونو دورکولوپه باب دجمهوري رياست فرمان دجمهور رييس ددويم معاونيت ددفتر درياست دسرپرست دمير حسين حسيني  له خوا ولوستل شو او وروسته دجمهور رييس مرستيال  دهغو کسانو دهڅو او هاند له امله چې دهيواد ، خلکو او دولت لپاره يې کړي دي مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل ددولتي مډالونو ورکول په هيوادکې يه ښه دود دى  او دغه مډالونه ددفتر دټولو غړو او کارکوونکو د ډله ئيزو او زړه سواندوهڅو محصول دى .
ده څرګنده کړه هيله لرم چې دجمهوري رياست ددويم معاونيت ددفتر کارکوونکي دخپلو دندو په ترسره کولو کې  هوډمن واوسي او له ستونزو سره سره دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت اوخلکو او هيواد ته رښتيني  خادمان واوسي
ده دهيواد دازادۍ  او امنيت دلارې دشهيدانو پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې هغو کسانوته چې دمډالونو وړ بلل شوي دي هم دبرياليتوب  هيله وکړه اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې هيواد ته دخدمت او د ترلاسه شويو ارزښتونو او دهيواد داساسي قانون ددفاع  په لاره کې له  هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته