امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو په ځانګړو چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو ځواکونو پرون د لغمان ولايت د مرکز په مربوطاتوکې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دغه راز په دغو عملياتوکې پنځه کلاشينکوفونه، وسلې او نور پوځي تجهيزات په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې: دهيواد په بېلابېلو سيموکې دملي اردو د ځواکونو د وظيفوي فعاليتونو له امله د وسايطو ضد ١٨ ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته