ټولنه

په يوه مياشت کې داور لګيدنې له امله اته تنه وژل شوي دي .

کابل باختر دسلواغي لسمه
دتيرې يوې مياشتې په بهير کې دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دګازو د ډبيود چاودنې  او اور لګيدنې له امله  اته تنه  وژل شوي او اوولس تنه نور ټپيان شوي دي .  دبغلان ولايت دافغاني سري مياشتې دټولنې رييس  ډاکتر محمد حامدنيازي باختر اژانس ته وويل، دګاز دڅلوروډبيو دچاودنې او له دې امله داور لګيدنې په نتيجه کې دپنځو تنو ماشومانو او ددريو ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي دي او اوولس تنه نور چې زياتره يې  ښځې او نجونې دي  ټپيان شوي دي . 
يوه اړونده خبرځاى وويل ، ددغو پيښو دټپيانو له جملې څخه  دنهو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او ددرملنې لپاره  کابل ته ليږدول شوي دي .
  ده  ددغو پيښو اصلي علت دګازو بې کيفيت والي ، دګازي وسايلو دکيفيت ټيټوالې او داستوګنې په کورونوکې  په پخلى کې  دګازي وسايلو دکارولو په  باب  دکورنيو بې احتياطي وبلله .
ديادونې وړ ده چې ددغه ولايت  دافغاني سري مياشتې  د ټولنې له خوا يوه اندازه خوراکي  توکي او لګښتي مالونه  ددغو پيښو له امله په مصيبت ځپلو کورنيو ويشل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته