سیاست

د بهرنيو چارووزارت ويندوى: د سيمې استخبارات په افغانستان کې د سولې خبرې ګډوډوي

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى تاييدکړه چې په سيمه کې ځينې استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د سولې دخبرو بهير ګډوډوي .
داپه داسې حال کې چې دافغانستان دبهرنيو چارووزيرهم په انقره کې له يوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي و چې د سيمې د هيوادونو استخبارات په افغانستان کې د سولې دخبرو بهير ګډوډوي.
دبهرنيوچارو وزارت ويندوى احمد شکيب مستغني نن په يوه خبري غونډه کې د باخترآژانس دخبريال دپوښتنې په ځواب کې دغه موضوع تاييدکړه او ويې ويل چې دغه شان خبره شته. پخوا هم د افغانستان مشرانو په دغه هيوادکې د سولې په بهير کې د سيمې د ځينو هيوادونو دصادقانه همکاريو د نشتوالى په نسبت انديښنه څرګنده کړې وه.
ده دغه راز وويل چې تراوسه پورې دپاکستان هيواد هم په دې لاره کې له افغانستان سره صادقانه همکاري نه ده کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته