کابل باختر دتلي دولسمه:
دپوليسو ځواکونو يوه بوشکه چاوديدونکي توکي په بګرام ولسوالۍ کې کشف اوشنډ کړل او په دې ترتيب يې ديوې ځانمرګي پيښې مخه ونيوله .
دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي دباختراژانس خبريال ته وويل شپاړلس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې په يوه بوشکه کې ځاى پرځاى کړى شوي و دبګرام ولسوالۍ د چنيزايي دکلي په سه دوکان واټ کې دطالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي و چې له چاودنې مخکې دپوليسو دځواکونوله خوا وپيژندل شول او دپروان ولايت دپوليسو دانجنيرۍ دټيم له خواشنډ کړى شول .
ديوبل خبر له مخې، هغه ماين چې دپروان ولايت دکوه صافي ولسوالۍ په واټ کې تر پلګي لاندې ځاى پرځاى کړى شوى و دپوليسو دمامورينو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
مموزى وايي چې ددغې پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيو ل شوى خو ده وويل چې په دې برخه کې دامنيتي ځواکونو له خوا پلټنې پيل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل