کابل باختر دغبرګولي ٢١ :
څلور تنه وسله وال طالبان نن په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغه طالبان نن دعامه نظم دپوليسو له سرتيرو سره دنښتې په بهيرکې ووژل شول.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل اسدالله باخترآژانس ته وويل : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دغزني ښار په پنځه کيلومتري واټن کې د عامه نظم دپوليسو په کاروان بريد وکړ.
د امنيت د آمر دڅرگندونوله مخې: په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د امنيتي کاروان يوسرتيرى او دوه تنه موټرچلوونکي هم شهيدان شول.
په همدې حال کې د غزني د ولايتي روغتون مسوول ډاکتر بازمحمدهمت باختر آژانس ته وويل چې د څلورو تنو طالبانو مړي دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل