امنیت

په هلمند کې په نويو نښتو کې ديوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د سلواغې  نهه ويشتمه :؛
يوولس تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې  له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
  دغه جګړه تيره شپه په سنګين ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې  بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې، په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ويل کېږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبرله مخې،  د هلمند ولايت پوليسو نن سهار  هغه شپږ ماينونه چې ويل کيږي  د طالبانو له خوا د دغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړى  شوي و کشف او شنډ کړل .
په يوبل  کې ويل شوي دي چې، پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې په ګرشک  ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو له پټنځايونو  څخه کشفې  شوې دي.
دهلمند ولايت يوامنيتي مقام  وايي چې، له دغو ډيپوګانو څخه څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .    ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته