امنیت

په بدخشان کې د طالبانو په يوه صحرايي محکمه کې د يوې ښځې سنکسارول

کابل باختر دکب نولسمه :
وسله والو طالبانو په بدخشان ولايت کې په يوه صحرايي محکمه کې يوه ځوانه ميرمن له يو ځوان سره د نامشروع اړيکو د لرلو په تور سنګساره کړه .
دوى په دې محکمه کې تورن ځوان له دغې ميرمنې سره دنامشروع جنسي اړيکو د لرلو په تور سل درې ووهلې .
د رپوټونوله مخې، دغه پيښه پرون په وردوج ولسوالۍ کې چېرته چې زياتره سيمې يې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي؛ رامنځته شوې ده .
د سيمې يوه اوسيدونکي چې دنوم له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باخترآژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو دسيمې دسلګونوتنوخلکو په وړاندې دغه ميړوخې ښځه او دغه مجرد ځوان د نامشروع اړيکو د لرلو په تورمجازات کړل .
  ده وويل: وسله والوطالبانو دغه ښځه سنګساره کړه او مجرد ځوان يې سل درې ووهلې .
د بدخشان ولايت يوه امنيتي مقام دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې د دغه صحرايي محکمې د جوړونکي هويت مشخص شوى دى او دوى به په يومناسب فرصت کې د هغوى په نيولو اقدام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته