سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم په افغانستان کې دفدراتيفې روسيې دسفارت له شارژدافير سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٥ :
دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  په افغانستان  کې  دروسيې دفدراتيف جمهوريت  دسفارت  له شارژدافير  ښاغلي اندري ويدوف سره په کتنه کې  له روسيې سره  دديپلوماتکي اړيکو دلازيات ټينګښت اوپراختيا او په سيمه کې    دنشه يي توکو  دکرکيلې   ، توليد  او ترافيکو پرضددمبارزې په کار کې  ددغه هېواد  دلا زياتې ونډې اخيستنې غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  چې نن له غرمې وروسته دصدارت په ماڼۍ کې وشوه د جمهوري رياست سرپرست اولومړي مرستيال يادونه وکړه چې دروسيې جمهوريت  دافغانستان  دبيا  جوړولو په دوران او دمقاومت په سختو ورځو کې  زموږ دخلکو ترڅنګ  ولاړ و .
ستر جنرال عبدالرشيد دوستم  په افغانستان کې   په اقتصادي ډګر   او له نشه يي توکوسره دمبارزې  په لاره کې  دروسيې دفدراتيف  جمهوريت دزياتو همکاريو  غوښتنه وکړه  او ويې ويل : چې دافغانستان اسلامي جمهوريت دولت په دې برخه کې له روسيې سره  زيات کار ته چمتو دى .
په دې کتنه کې  په کابل کې د روسيې دفدراتيف  جمهوريت دسفارت شارژدافير  ښاغلي اندرې  ويدوف   دافغانستا ن له امنيتي ځواکونو   او له نشه يي توکوسره دمبارزې په لاره کې دخپل هېواد دزياتو همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل  چې هېواد يې په خپله دنشه يي توکو قرباني دى   اوله دې امله   دنشه يي توکو  له پديدې سره  دمبارزې په کار کې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي او دې کار ته دوام ورکوي .
ده زياته کړه   چې ديوپياوړي افغانستان لپاره دافغانستان دخلکو اودولت ترڅنګ کار کوي او هيواد يې داسې پروژې تر کار لاندې لري  چې دافغانستان له دولت سره  په همکارۍ کې به  عملي شي .
ده  په کابل کې  دروسيې دعلم اوفرهنګ دکور دبيا  جوړلو خبر  ورکړ  او څرګنده يې کړه چې  دورزشي کمپلکسونو دغه فرهنګي مرکز افغانانو ته دروسي ژبې  دزده کړې لپاره  په پام کې نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته