ټولنه

په سمنګانوکې کروندګرو او مالدارانو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د نړۍ د خوړو سازمان دفتر نن د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ پر ٧٥٠ بېوزلو  کروندګرو او مالدارانو نغدې پيسې ووېشلې.
د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق باختر آژانس ته وويل چې د نړۍ د خوړو سازمان د هغوى له غوښتنې سره سم، ١٣ ميليونه افغانۍ له ٧٥٠ بې وزلو کروندګر او مالدارانو چې د وچکالۍ له امله زيانمن شوي وو؛ مرسته وکړه.
مدقق زياته کړه چې د دغه پروګرام له لارې پر ٣٢٨ زره کروندګرو نغدې پيسې وېشلې شوې دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دې دوره کې پر هرکروندګر ١٨زره افغانۍ وېشل شوې دي چې کولاى شي په دغو پيسو سره له بازار څخه اصلاح شوي تخمونه او سره وپيري او په خپلو ځمکوکې يې وکاروي او خپلو مالونو ته واوښه واخلي.
ويل کېږي هغو کروندګرو چې دغه مرسته ترلاسه کړې ده؛ د دغې ولسوالۍ له مسوولينو او د نړۍ د خوړو له سازمان څخه مننه وکړه.
مدقق زياته کړه: ټاکل شوې ده په راتلونکي کې د حضرت سلطان د ١١ کليو له بزګرانو او مالدارانو سره چې له وچکاليو له امله زيانمن شوي دي؛ مرسته وشي.
ختم- شکريه-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته