روغتیا

په کونړ کې د اکسیجن او برېښنا د تولید مرکزونه جوړ شول

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
د څه دپاسه ۱۳ میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ د مرکز اسعد آباد په ولایتي روغتون کې د اکسیجن او برېښنا د تولید مرکزونه جوړ شول.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي چې یاد مرکزونه د عامې روغتیا وزارت د روغتیا پرورګرام په آډانه کې رغول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د برېښنا مرکز د ۳۴۰ کیلوواټه ډیزلي برېښنا او د اکسیجن مرکز په هرو ۲۴ ساعتو کې د ۲۰۰۰ پونډ اکسیجن د تولید وړتیا لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته