کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر :
١٦ډار اچوونکي پرون دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دننګرهار دپوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دپوځيانو پرپوستو بريد وکړ .
هغه وويل چې دپوځيانو په متقابل بريد کې شپاړلس ډار اچوونکي ووژل شول او ٩ نور ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې، په حصارک ولسوالۍ کې دهغه ماين دچاودنې له امله چې دډار اچوونکو له خوا ښخ کړى شوي و ، پرون يو ملکي شهيد او يوبل ملکي ټپي شو .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ