امنیت

د طالبانو ديو قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناتو دځواکونو دهوايي بريدونو له امله د طالبانو ديوه قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک وويل: دغه هوايي بريد تيره شپه دناتو دځواکونو له خوا دګرمسير ولسوالۍ دحيدر آباد په ساحه کې ترسره شو چې له امله يې د طالبانو ديو مشهور قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، دوسله والو طالبانو قوماندان ملا محب چې دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په زياترو ورانکارو او تروريستي بريدونو کې يې لاس درلود په دې بريد کې ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يوه داشکه او يو درې اتيا ملي توپ هم دامنيتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته