کابل باختر دوري دمياشتې ١٤ :
د ملي امنيت لوى رياست د رڼو انتخاباتو د ترسره کولو او د ملي امنيت د منسوبينو د هر ډول لاسوهنې او يا له کوم ځانګړى نوماندڅخه د ملاتړ په موخه لازم تدابيرترلاس لاندې نيولي څو دغه ملي بهير په بشپړه توګه شفاف او د ملي امنيت
د منسوبينوله هر ډول لاسوهنې پرته ترسره شي.
د افغانستان له ټولومتدينوخلکو، د انتخاباتو له څارونکو او د ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو د نوماندانو له استازو څخه په درنښت سره هيله کوو چې په دغه ملي بهيرکې د ملي امنيت د منسوبينو د هرډول لاسوهنې او دخالت په ليدلوسره د ملي امنيت د شکايتونو د اوريدو کميسيون ته چې په همدې موخه جوړ شوى دى؛ خپل مستند شکايتونه په دغو لاندې پتو له موږسره شريک کړئ:
Phone: 0788888877
Facebook: NDS Press Office
Twitter: NDS Afghanistan
E-mail: [email protected]
ستاسومستندشکايتونه په جدي توګه څيړل کيږي او عاجل اجراات به ورباندې وشي.
1 1 دقیقه لوستل