امنیت

د هېواد په سویل ختیځ کې یوې پوځي چورلکۍ بېړنۍ ناسته کړې

ګردیز/دمرغومې۱۸مه/باختر
د پکتیا د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې نن ماسپښین یوه بجه او څلوېښت دقیقې په دغه ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په انګړ کې یوې پوځي چورلکۍ بېړنۍ ناسته کړې ده.
د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغې چورلکې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه د پکتیکا وازه خوا ولسوالۍ ته له الوتنې څو شېبې وروسته د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.
یو شمېر نا تایید شوې سرچینې وايي چې په دغه پېښه کې د لوړو پوړو چارواکو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي.
خو د والي  ویاند حسرت وايي چې په بېړنۍ ناسته کې چورلکۍ او یا هم پکې ناستو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته