کابل باخترد ثور دمياشتې ١٨ :
دهرات ښار دوه تنه اوسيدونکي د هيواد کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف دجرمونو دترسره کولو په تور په اوږد مهال بند محکوم شول.
يو له دغو دوو تنو څخه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور نن دهرات ښار محکمې د کورنى اوبهرنى امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په علني قضايي غونډه کې په شل کاله بند محکوم شو. دويم تورن هم د ترور په تورپه شپاړلس کاله بندمحکوم شو.
د ښاري ابتدائيه محکمې رييس قضاوتمندغلام رسول باخترآژانس ته وويل: په دې علني قضايي غونډه کې درې تنه نور د انسان تښتونې د جرم د پټولو، غلا او د جعلي پيسو د رواجولو په تور له دريوڅخه ترپنځوکلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
ده د تورنوکسانو د استيناف غوښتنې حق خوندي وباله.
1 1 دقیقه لوستل