روغتیا

اړوندې ادارې په يوه تفاهم کې کولاى شي دهوا دککړتيا په کمښت کې رول ولوبوي .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
که چيرې  دکابل ښار دهوا دککړحالت دښه والي لپاره عملي  اقدامات ونه شي په نږدې راتلوونکې کې به په ښار کې د انساني ناتار شاهدان واوسو .
دکابل دطبي پوهنتون استاد پروفيسر نجيب الله عتيق  امر خيل باختراژانس ته  ددغه ټکي په څرګندولو سره وويل دکابل ښار دهوا دککړتيا کچه دومره لوړه شوې ده چې آن په واټونو کې دخلکو دتنفس حالت له ستونزو سره مخامخ کوي .
ده زياته کړه دغه حالت دزړه ، سالنډى ، جلدي  ، سترګو ، رواني او ان دسرطانونو ناروغۍ  پيداکوي  .
يوه اړونده خبرځاى وويل دهوا دککړتيا دکمښت په خاطر بايد په اوونۍ کې يوه ورځ دموټرو په تګ راتګ بنديز ولګول شي اوياهم داسې نور تدبيرونه چې وکولاى شي دهوا دککړتيا دکمښت سبب شي په پام کې ونيول شي . .
پروفيسر عتيق الله امر خيل څرګنده کړه چې دهوادککړتيا په کمښت کې دترافيکو ، ښاروالۍ او دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي ادارې دخلکو په همکارۍ  غوڅ  او رغنده رول لوبولى  شي اوبايد په دې کار کې  هوډمن واوسو ځکه دغه شان حالت کابل ښاريانو ته حياتي خطرونه رامنځته کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته