روغتیا

په کابل کې دوروستۍ تروريستي پيښې ټپيانو ته دهرات دسيمه ئيزو مسوولينو له خوا وينې ورکړه

-کابل باختر د ثور دويمه :
دکابل دوروستۍ پيښې ټپيانو ته دهرات دسيمه ئيزو مسوولينو له خوا  وينې ورکړه .
  دهرات والي محمداصف  رحيمي  او ددغه ولايت يوشمير  دولتي مقاماتو ، دګذر وکيلانو او ديني عالمانو په کابل کې دوروستي تروريستي بريد ټپيانو ته وينه ورکړه .
  په کابل کې دوروستي مرګاني تروريستي بريد په تعقيب چې له امله يې زموږ څلور شپيته تنه هېوادوال شهيدان او درې سوه تنه نور ټپيان شول .
دهرات ولايت دولتي مقاماتو او خلکو له ټپيانوسره دپيوستون په توګه دوينې کمپاين پيل کړ .
دهرات والي دخبريالانو په وړاندې په کابل کې وروستۍ تروريستي بريد يو سترجنايت وباله چې له امله يې زموږ څه دپاسه درې سوه تنه  هېوادوال  په وينواو خاورو لت پت او ولړل شول .
ښاغلي رحيمي  ټينګار کړ چې دهرات خلکو دکابل له خلکوسره  دپيوستون په خاطر دوينې  دورکړې کمپاين  پيل کړل .
دهرات والي ديوشمير دولتي مقاماتو ، دګذر او ناحيو دوکيلانو ، سپين ږيرو ، ديني عالمانو اودمدني فعالانو په ملګرتيا دوينې  بانک ته ورغى او هر يوه دوينې په ورکړې سره دغه نه بخښوونکى جنايت وغانده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته