اقتصاد

په لوګرکې د بڼوالی او کرنیزو محصولاتونندارتون جوړشو .

 پل علم باخترد چنګاښ ۱۸
د لوګرد کرنیزو اود بڼوالو د محصولاتو نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولود سلمې کالیزې په ویاړ نن په پل علم کې جوړشو .
د باختراژانس د سیمه يیزخبریال د خبرله مخې ،  دغه یو ورخنۍ نندارتون (له خپلو محصولاتو او تولیداتو څخه استفاده وکړو) ترعنوان لاندې د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ ریاست له لوري په دغه ریاست کې جوړشو.
چې په هغه کې ددغه ولایت د بڼوالۍ او کرنیز یوشمېرمحصولات نندارې ته وړاندې شول .
ددغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې چې د لوګراو له مرکزڅخه مسولان شتون درلود  د لوګروالي مرستیال محمد نبي احمدزی د کرنې او بازارموندنې د ودې لپاره ددغه شان نندارتونو جوړول مهم او ګټور وبلل او له خلکوڅخه يې وغوښتل چې د بهرني محصولات پرځای له کورني محصولاتو څخه استفاده وکړي ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته