امنیت

پنځه تنه پوليسان په هلمندکې په مرموز ډول ووژل شول

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار په يوه امنيتي پوسته کې پنځه تنه پوليسان په مرموز ډول ووژل شول .
د هلمند ولايت يوه امنيتي خبرځاى وويل چې دغه پيښه تېره شپه د لښکرګاه ښار په سور ګودر سيمه کې شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: پرون د دغې سيمې په يوه پوسته کې د پوليسو پنځه مړي ترلاسه شول چې په چړې او تبر سره وژل شوي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د پيښې عاملين له پيښې وروسته له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي .
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې پيښې په باب يې خپلې څيړنې پيل کړې دي .
ده په دې باب زيات جزييات څرګند نه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته