امنیت

شپږويشت طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د دوو کليدي غړیو په ګډون ٢۶ وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د جوزجان د مرکز په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول، ووژل شول.
په وژل شويو کې د فراه لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا عبدالخالق او د دغې ډلې يو سيمه ييز قومندان ملا سراج هم شامل دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۱۶ نور طالبان ټپيان شول او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته