امنیت

په سرپل ولايت کې يوسړى د خپلې ميرمنې دوژنې په تور ونيول شو

کابل باختردکب دمياشتې  ٢ نيټه :
د سرپل  ولايت پوليسو  پرون  يو سړى د خپلې ځوانې ميرمني  د وژنې په تور ونيوه.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې دغه سړي خپله ٣٥ کلنه  اميدواره ميرمن د سرپل ښارپه  دشت پکاب کلي کې دتومانجې په ډزو سره ووژله .
اماني زياته کړه ؛ له دغې ميرمنې څخه يو، يو نيم کلن ماشوم پاتي  دى  او د دغې وژنې علت کورنى تاوتريخوالي او بيوزلي بلل شوې ده .
د سرپل د ښځو چارو ريېسي نسيمه  آزرو  وايي دغه  ميرمن څه موده  مخکې دغې ادارې ته راغلې وه  او له خپل  ميړه څخه يې دبيلتون  غوښتنه  کړي وه، خو  بيا بېرته  موافقې ته رسيدلي وو. پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته