کابل / دکب ٢٥مه / باختر :
د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کرونا وېروس د پنځو نور مثبتو پېښو خبر ورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ وحيد مايار وايي چې په تېرو ١٢ ساعتوکې دکرونا وېروس پنځه نورې پېښې ثبتې شوې چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ١٦ ته ورسېد.
هغه وويل: دغه پنځه تنه يو يې په دايکنډي اوڅلور نور يې په هرات کې دى چې له ايران څخه راغلي وو .
ختم_ شکريه_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ