امنیت

په تخارکې د ډارا چوونکو په وړاندې دپوځي عملياتوپيل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٤ :
دتخار ولايت  د کوکچې  ولسواليو په ځينو سيمو کې نن  دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شول.
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سيدجهانګير دباختر آژانس خبريال ته وويل  چې نن   دپامير _٦ په نامه دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ عمليات دتخار ولايت دخواجه بهاوالدين او درقد په ولسواليو کې پيل شول  .
ده څرګنده کړه ددغو عملياتو هدف دوسله والومخالفينو له شتون څخه ددغو سيمو پاکول دي.
ده زياته کړه تراوسه پورې  دکهنه شاخ کلى په بشپړه توګه دوسله والومخالفينو  له شتون پاک شوى دى او امنيتي ځواکونه  دپرمختګ په حال کي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته