امنیت

په فراه کې د ماين د چاودنې له امله دملي اردو عسکروته د سر زيان واوښت

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٩
په فراه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دملي اردو عسکروته د سر زيان واوښت.
دملي دفاع وزارت ويندوى تورن جنرال ظاهر اعظيمي باختر آژانس ته وويل: د وسله والو مخالفينو له خوا د ښخ کړى شوى ماين چاودنه نن له غرمې وروسته د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو شپږتنه منسوبينو ته مرګ ژوبله واوښته.
اعظيمي په دې باب زياتې څرګندونې ونه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته