امنیت

دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دبغلان پوليسو  دوه تنه  پرون  داوولسو کيلوګرامو نشه يي توکو  دقاچاقو او ترافيکو په تور  ونيول .
  دبغلان ولايت  وياند  احمد جاويد بشارت دباختراژانس خبريال ته وويل  دنشه يي توکو  دوه تنه قاچاق وړونکو چې اوولس کيلوګرامه چرس يې  دمرکزي بغلان  ولسوالۍ  دفابريکې له ساحې څخه په يو کرولا موټر کې بار کړي و  او غوښتل يې  دغه نشه يي توکي دپکتيکا  ولايت ته وليږدوي  .  چې هدف ته له رسيدو مخکې  دپلخمري ښار  ددويمې حوزې دپوليسو له خوا کشف  او ضبط شول . او  په دې اړوند دوه تنه ونيول شول .
  دغه  نشه يي توکي په داسې حال کې دپوليسو له خوا کشف او ضبط شو ل چې يوه ورځ مخکې هم  دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  له نشه يي توکوسره دمبارزې پوليسو  درې تنه  پوليسان  د نولسو کيلوګرامو  هيرويينو  دقاچاقو په اړوند په دغه ولايت کې  نيولې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته